د ښځي سره مشوره
کیسه کا...
ابی عبدالله الرازی رح وايـي
چـي خـداى جـل سـلطانه یو نبي عليه السلام ته وويل،چي د فلانی سړی پاته عمر به نيمايي په غني تـوب(یا مړښت) کي وي،
او نيم عـمـر بـه يـي پـه فقـر كي وي، نو دی راوغواړه او دۀ ته اختیار ورکړه چي کومه حصه دمخه درکړم، يعني غِنا او که فقر؟
نو هغه نبی علیه السلام هغه سړی راوغوښتی او خبر الهي يي ورته بیان کړی، هغه سړي ورته وويل: چي زه به د مايني(خپلي بي بي) سره مشوره وکړم.
سړي چي دمايني سره مشوره وکړه. مايني يي ورته وويل چي دغِنا ژوند دمخه وغواړه.
نو ميړه يي ورته وويل خطا وتې، ولي چي وروسته تر غِنـا فقـر زور غـواړي.
او غنا وروسته تر فقـر تـر آخره د عمر ډير ښه خوند کوي. ماينه یې ورته ټينګه سوه چي په دي باب كي به زما په خوله کـوي.
نو هغه سړی د وخت نبي عليه السلام ته ورغلی چي زموږ دغنا ژوند دي دمخه خـداى جل جلاله راکړي، نو خدای جل شانه د رزق دروازه ورته خلاصه کړه.
ورځ په ورځ دنيا او غنا ډیریدله، نو بيا ښځي ورته وويل ميړه ته، که ته غواړې چي زموږ ژوند دي تر آخره د عمر داغسي پراخه پاته سي، نو دمخلوق او مسکینانو سره سخاوت کوه.
نو سړي همدغه لار غوره کړه يعني که به ېي كـور تـه كـالي راوړه دغـونـده كـالـي به یې فـقـراوو تـه وركـول،او همدارنګه نور لوازم.
نو هغه نیمی عمر چي نبي هم دخدای جل جلاله دخوا ورته ټاکلی وو، په غنا کي پای پر رسیدو سو،
نو نبی ته خدای (ج) پیغام ور واستاوه. چي دغه سړی خبر کړه چي چونکه تا د غنا په وخت كي زما شكر ووايه، يعني زما د مخلوق سره دي ښه وکړه، نو دا زیری پر وکړه چي ستا تر مرګه عمر به په غنا کي وي.
تبصره!!
هڅه باید وکړو خپل محل کې د غرباو لاسنیوی مو له پامه ونوزي.
لیکنه: تفسیر ایوبي
اډیټ اسلام ږغ
1 comment:
thanks for sharing
Post a Comment