Saturday, July 22, 2023

المسئله

 

 د فقهي مسائلو په روان بهیر کې موږ تاسي ته فقهي مسئلې نشروو








د اوداسه فرْضونه
 

سوال د اوداسه فرضونه څودي؟

الجواب بعون الله 


د اوداسه فرضونه څلور دې؟ 


اول د ټول مخ پرېولل

دوهم:دواړه لاسونه سر ه د څنګلو پرېولل

دریم:  د سر پر څلورمه حصه باندي مسح کول

څلورم:دواړي پښې پرېولل

Thursday, July 20, 2023

د عیسایي انجلۍ سره مینه دوهمه برخه

عیسایي انجلۍ سره مینه

دوهمه برخه لیکنه:مفسرالقرآن مفتي اعظم محمد شفیع صاحب.


نشرونکې اداره اسلام ږغ 


خلګو چي زموږ د ورتګ خبر واورېدی،د شیخ دزیارت لپاره د ښار نه بهر ته را وتلي وه
او کله چي یې شیخ د طریقت زموږ سره ونه لیدی نو یې پوښتنه وکړه موږ سر ترپایه قیصه ورته بیان کړه.

خلګو چې دا واورېدل نو سخت غم او ویر جوړ سو د شیخ له مُریدانو څخه ډېر شمېر خو په دغه غم او ویر کي له دنیا نه و آخرت ته سفر وکړ او پاته مریدانو ژړل د بې نیازه ذات
 و دربار ته لاسونه په دُعا وه چې  
( یا مقلب القلوب )د زړونو بدلونکې ذاته!
شیخ ته هدایت وکړه،او بیا یې خپل مقام ته راستون کړه له دې وروسته ټولي خانقاه وي وتړل سوې او موږ ټوله  تر بشپړ یوه کاله پوري په دې حسرت او افسوس کي د شیخ د بیلتون 
او جلاوالي له امله کړېدلو،یو کال وروسته کله چې موږ مریدانو اراده وکړه چي ورسو د شیخ معلومات وکړو چيري دی؟ او په څه حال کي دی؟
نو زموږ څخه یوې ډلي سفر وکړ او و هغه کلي ته ورسېدو،د هغه ځای له خلګو مو د شیخ د حالت معلومولو په اړه پوښتنه وکړه چي اوس شیخ چیري دی؟

ځواب یې راکړ:هغه اوس په ځنګله کي خنزیران پیايي.

موږ په رب سره پنا وغوښته چې دا څه پېښه سوه؟
کلیوالو: وویل هغه د سردار لور ته مرکه وکړه،سردار ورباندي د خنزیرانو د پوولو شرط لګولی،ځکه اوس هغه په ځنګله کي د خنزیرانو په خدمت باندي ماموره دی.
موږ چي دا واورېدل،حیران پاته سوو او له غم نه موږ ډېر ناکراره سوو،ناڅاپه مو د سترګو نه داوښکو طوفان وبهېدی،په ډېر مشکل مو زړونه نیولي وهغۀ ځنګله ته ورسېدو چیري چي دۀ د خنزیرانو خدمت کوی،شیخ مو په داسي حالت کي ولیدی چې پر سر یې د عیسایانو خولۍ ده،او پر ملا یې د عیسایانو زنار تړلی دی وخنزیرانو ته ولاړ دی او پر هغه لکړه یې تکیه کړې کله چې به یې د وعظ او خطبې په مهال تکیه پر کول چي دغه بیا نور زموږ پر زخمونو باندي د مالګي پاشلو کار وکړ،کله چي یې موږ ولیدلو نو یې سر کښته کړ.....


المسئلة ډېر ژر......

موږ نژدې ورغلو سلام مو ورته ووایه

شیخ په کرار اواز ځواب راکړ وعلیکم السلام

شلبي وویل اې شیخ! دهغه علم،فضل،حدیث او تفسیر څخه نن ستا څه حالت دی؟
شیخ وویل ای زما وړونو! زه په خپل اختیار کي نه یم،زما بادار  (الله تعالی) چي څرنګه غوښتل زه یې هغه شان کړم.
او ددومره نژدې ګرځولو وروسته چې کله یې وغوښتل  زه یې له خپلي دروازې نه لیري وغورځولم،ویې ترټلم.
نو دده قضا بیا څوک بد لولای سي ای عزیزانو!د الله د بې نیازه ذات د قهر او غضب نه و بېرېږئ په خپل علم او فضل باندي مه مغروره کېږئ بیا یې د آسمان و لوري ته وکتل او ویې ویل تی زما مولا! 
زما ګمان خو ستا په باب داسي نه ؤ چي ته به ما خواره یې! د خپل دربار نه به مې شړې دې خبري باندي د الله تعالی نه په فریاد کي سو او په ژړا یې شروع وکړه.
نوربیا.....


که لیکنه مو ولوستل کمینټ ورباندي هرومرو وکړئ؟
دغه لیکنه هم ولولئ:  د ښځي سره مشوره

لومړی برخه       د عیسایي انجلۍ سره مینه

د ښځي سره مشوره



Monday, July 17, 2023

د عیسایي انجلۍ سره مینه

د عیسایي انجلۍ سره مینه: لومړۍ برخه

د عبرت واقعه



لیکنه:مفسر القرآن مفتي اعظم حضرت مولانا محمّد شفیع رحمةُ الله علیهِ.

خپرونکې اداره:اسلام ږغ 


دغه کومه واقعه چي وړاندي یې لولئ،د عُجَبْ(د ځان خوښوني او د نورو د بد ګڼلو) د عبرت نه ډکه واقعه(یاکیسه) ده له دې څخه ډېر عبرت حاصلول په کار دي امام العارفین،حکیم الامت حضرت مولانا شاه محمد اشرف علي تهانوي(رحمه الله تعالی) په ډېر مختصر ډول داسي لیکلې ده.


وه انسان ته هیڅکله نه ښایي چې انسان پر خيل حالت ناز وکړي او نور انسانان سپک او خوار وګڼي،په خپله ایمان هم د انسان په اختیار کې نه دی بس د الله تعالی فضل او کرم دی چې هغه دغه نعمت را په برخه کړی دی خو کله چې هغه یې وغواړي اخیستلای یې سي.

نو حضرت ابو عبدالله اندلسي په بغداد یو ستر بزرګ او روحاني شخصیت وو،دده په برکت دېرش خانقاه وي روښانه او وداني وې دغه کیسه مفتي اعظم حضرت العلامه محمد شفیع (رحمه الله تعالی) داسي بیان کړې ده:


د هجري سنې دوهمه پېړی پر ختمېدو ده، د نبوت ځلانده لمر لوېدلو څخه ډېر وخت نه دی تېر سوی، په خلګو کې د امانت،دیانت،دین داری او تقوی عنصر غالب دی.

د اسلام نېکبخته زلمیان چې د دوئ پر لاسونو اسلام پرمختګ کوي،څه په خدمت بوخت او یو څه تر روزني لاندي دي ددین د مبارکو امامانو زمانه ده، هر ښار د اسلام په معززو عالمانو،متقیانو او صالحو خلګو ودان بريښي،په ځانګړې توګه (مدینة الاسلام) بغداد چي د مسلمانانو پایتخت دی په خپل ظاهري او باطني  ښېګڼو سره آباد او ګل وګلزار دی.

یوې خواته که د بغداد په زړه پوري ودانۍ او پکښي بهېدونکي سیندونه زړونه جلبوي نو بلوري ته د عالمانو او صالحانو مجلسونه، د درس او تدریس حلقې د ذکر الله او تلاوت په زړۀ پوري آوازونه د الله تعالی د صالحو بندګانو د زړونو د ډاډ لپاره بشپړه ذخیره ده.

د فقهاءُ،محدثینو،عابدانو او زاهدانو یوه عجیبه او غریبه ټولنه ده په دې مبارکه ټولنه کښي یو بزرګ د ابو عبد الله اندلسي په نامه شهرت لري چې د عراق د ډيرو مسلمانانو پِيرْ او مرشد استاد او محدث دی.

د ده د مریدانو شمېر ۱۲۰۰۰ دولس زرو ته رسيږي چې د ده د عبرت نه ډکه واقعه اوس و ګرانو لوستونکو ته ډالی کوو.


دغه بزرګ پرته له دې نه چې زاهد،عابد او عارف بالله دی د حدیث او تفسیر هم یو جلیل القدر امام دی.
ویل کیږي چې دېرش زره (۳۰۰۰۰) حدیثونه یې حفظ وه او د قرآن پاک تلاوت به یې په ټولو روایتونو کولای سو.
یو ځل یې د سفر اراده وکړه د شاګردانو او مریدانو له جماعت نه ډېر خلګ ورسره وه  چي په دې ډله کي حضرت جنید بغدادي او حضرت شبلي رحمهم الله هم وه د حضرت شبلي وینا ده: چي زموږ قافله د الله تعالی په فضل او کرم سره ډېره په امن او اطمنان سره د یوه منزل څخه وبل منزل ته د هدف ولوري ته وړاندي درومل،دا وو چي د عیسایانو د یوه کلي سره تېرېدو،وخت د لمانځه وو خو دلته اوبه نه وې،وکلي ته دننه ورغلو او پکښي وګرځېدو،دغه مهال موږ و یو څو مندرانو او کلیساوو ته ورسېدو چي پکښي د لمر پرستو یهودانو او صلیب پرستو عیسایانو د راهبانو او پادریانو ټولنه وه،
بعضو د لمر عبادت کوئ،چا بیا د اور پرست کوئ او بعضو بیا صلیب د خپلو حاجاتو قبله ګرځولې وه...
 کله چي مو دغه کیفیت ولیدی نو په تعجب کي سوو،او د هغوی په کم عقلی او ګمراهي باندي مو حيرت وکړ، مخي ته ولاړو د ډېرو ګرځېدو وروسته و یو څا ته ورسېدو چې هلته څو پېغلانو ښځو و خلګو ته اوبه ورکولې ناڅاپه د عراق د مرشد او شیخ ابو عبد الله اندلسي ويوې پيغلي انجلۍ ته وکتل چي الله تعالی ډېر ښایست او جمال ورکړی وو او تر ټولو همزولو ښه وه په ښو جامو او زېور سره جوړه وه، د شیخ سترګي ورته لمبر سوې حالت يې وران او خراب سو، مخ يې بل ډول سو د طبيعت په دې وران حالت کي " شيخ " ددې و ملګرو ( زنانو ته وويل دا د چا لور ده؟
انجونو وویل: دا ددې کلي د سردار لور ده.
 شیخ وویل: نو پلار يې ولي داسي خواره کړې چي اوبه په دې باندي راکاږی، د دې لپاره خادم نسي ټاکلای چي خدمت يې وکړي؟


انجونو وویل : ولی نه، خو ددې پلار ډېر هوښیار او پوه سړی دی.
 د دې مطلب دادی چي انجلۍ د خپل پلار په دنيا، سامان، د بدبه او خادمانو باندي مغروره او کبرجنه نسي.

چي په دې سره به يې فطري اخلاق خراب سي او کله چي بيا د ودېدو او نکاح وروسته د خپل خاوند کورته ستنه سي نو د هغه په خدمت کښي کومه کوتاهي ونکړي.

د طریقت امام حضرت شبلي  رحمه الله تعالی فرمایي: چي شيخ له دې وروسته سر ښکته وځړه  وی او کښېنستی او بشپړ درې ( ۳ ) ورځي ورباندی تېري سوې چې نه څه خورك كوي او نه اوبه چېښي او نه د چا سره خبري کوي.
هو: كله چي د لمانځه وخت راسي نو لمونځ ادا کړي، د مریدانو او شاګردانو يو غټ شمېر ورسره دی، خو ټوله د سخت قبض او تنګی په حالت کښي دي هيڅ کوم تدبير نه ورته برېښي حضرت شبلي « رحمه الله فرمايي : کله چي مي دغه حالت وليدی نو دريمه ورځ ور وړاندي سوم او پوښتنه مي ځني وکړه ای شیخ ! ستا مریدان د دې همېشني سکوت نه په تعجب كي دي او ډېر غمجن دي څه خو راته ووايه چي داڅه حالت دی، څه پېښه شوې ده؟ 
شيخ: « وقوم ته متوجه سو )زما عزیزانو! زه به خپل حالت ستاسي څخه تر کومه پټه وم تيره ورځ مي چي کومه انجلۍ ليدلې ده د هغې محبت ( عشق ) دومره راباندي غالبه سوی چي زما پر ټولو اندامونو باندي د دې سلطه او قبضه ده اوس هیڅ امکان نه لري چې دغه ځمکه پرېږدم.
 حضرت شبلي وویل: ای زموږ باداره ته د ټول عراق پیر او مرشد یې په علم او فضل، زهد ، او عبادت کښي نړيوال شهرت لرې ستا د مریدانو شمېر تر ۱۲۰۰ دولس زره زیاته دی د قرآن شریف روي مې درته نیولی دی موږ او دا ټوله مریدان مه رسوا کوه؟
 
شیخ وویل: زما عزیزانو زما او ستاسو نصیب الهي تقدیر سوی دی،زما څخه د ولایت جامې اخیستل سوي دي،او د هدایت نښانې راڅخه پورته سوي دي.
دې خبري ته چي راورسېدی په ژړا سو او ویې ویل ای زما قومه  قضا او قدر نافذ سوی اوس، 
کار زما له اختیاره وتلی دی.

حضرت امام شبلي رحمه الله فرمایي 


چې موږ پر دغه عجیبه پېښه، ډېر په تعجب کي سوو او په ډېر تأسف سره مو وژړل،شیخ هم زموږ سره ژړل تر دې چي مځکه د اوښکو
نه جوړ سېلاب څخه لنده سوه،له دې وروسته موږ مجبور سوو خپل وطن بغداد ته ستانه سوو.
خلګو چې زموږ د ورتګ خبر واورېدی.
نور بیا...

Saturday, July 15, 2023

د ښځي سره مشوره

د ښځي سره مشوره

کیسه کا...


 
ابی عبدالله الرازی رح وايـي

 چـي خـداى جـل سـلطانه یو نبي عليه السلام ته وويل،چي د فلانی سړی پاته عمر به نيمايي په غني تـوب(یا مړښت) کي وي،
او نيم عـمـر بـه يـي پـه فقـر كي وي، نو دی راوغواړه او دۀ ته اختیار ورکړه چي کومه حصه دمخه درکړم، يعني غِنا او که فقر؟ 

نو هغه نبی علیه السلام هغه سړی راوغوښتی او خبر الهي يي ورته بیان کړی، هغه سړي ورته وويل: چي زه به د مايني(خپلي بي بي) سره مشوره وکړم.

 سړي چي دمايني سره مشوره وکړه. مايني يي ورته وويل چي دغِنا ژوند دمخه وغواړه.

 نو ميړه يي ورته وويل خطا وتې، ولي چي وروسته تر غِنـا فقـر زور غـواړي.

 او غنا وروسته تر فقـر تـر آخره د عمر ډير ښه خوند کوي. ماينه یې  ورته ټينګه سوه چي په دي باب كي به زما په خوله کـوي. 

نو هغه سړی د وخت نبي عليه السلام ته ورغلی چي زموږ دغنا ژوند دي دمخه خـداى جل جلاله راکړي، نو خدای جل شانه د رزق دروازه ورته خلاصه کړه.

 ورځ په ورځ دنيا او غنا ډیریدله، نو بيا ښځي ورته وويل ميړه ته، که ته غواړې چي زموږ ژوند دي تر آخره د عمر داغسي پراخه پاته سي، نو دمخلوق او مسکینانو سره سخاوت کوه.

 نو سړي همدغه  لار غوره کړه يعني که به ېي كـور تـه كـالي راوړه دغـونـده كـالـي به یې فـقـراوو تـه وركـول،او همدارنګه نور لوازم. 

نو هغه نیمی عمر چي نبي هم دخدای جل جلاله دخوا ورته ټاکلی وو، په غنا کي پای پر رسیدو سو، 
نو نبی ته خدای (ج)  پیغام ور واستاوه. چي دغه سړی خبر کړه چي چونکه تا د غنا په وخت كي زما شكر ووايه، يعني زما د مخلوق سره دي ښه وکړه، نو دا زیری پر وکړه چي ستا تر مرګه عمر به په غنا کي وي.

تبصره!!

هڅه باید وکړو خپل محل کې د غرباو لاسنیوی مو له پامه ونوزي.

لیکنه: تفسیر ایوبي

اډیټ اسلام ږغ

Wednesday, July 12, 2023

اسلام ږغ اوس پر بلاګ هم معلومات وړاندي کوي.

موږتل هڅه کړې تاسو ته اسلامي معلومات نشر کړو ستاسو حمایت تر دې ځایه رارسولي یواسلام ږغ

  رقم الاستفتا  ء[۵۰۱]بتاریخ:  ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ قـ مسئله: د حائضې نفاسې او جنب ذبیحه څه حکم لري؟ المستفتي: مولوي عبیدالله نادري صاحب محترم مف...