د عیسایي انجلۍ سره مینه: لومړۍ برخه
د عبرت واقعه
لیکنه:مفسر القرآن مفتي اعظم حضرت مولانا محمّد شفیع رحمةُ الله علیهِ.
خپرونکې اداره:اسلام ږغ
دغه کومه واقعه چي وړاندي یې لولئ،د عُجَبْ(د ځان خوښوني او د نورو د بد ګڼلو) د عبرت نه ډکه واقعه(یاکیسه) ده له دې څخه ډېر عبرت حاصلول په کار دي امام العارفین،حکیم الامت حضرت مولانا شاه محمد اشرف علي تهانوي(رحمه الله تعالی) په ډېر مختصر ډول داسي لیکلې ده.
وه انسان ته هیڅکله نه ښایي چې انسان پر خيل حالت ناز وکړي او نور انسانان سپک او خوار وګڼي،په خپله ایمان هم د انسان په اختیار کې نه دی بس د الله تعالی فضل او کرم دی چې هغه دغه نعمت را په برخه کړی دی خو کله چې هغه یې وغواړي اخیستلای یې سي.
نو حضرت ابو عبدالله اندلسي په بغداد یو ستر بزرګ او روحاني شخصیت وو،دده په برکت دېرش خانقاه وي روښانه او وداني وې دغه کیسه مفتي اعظم حضرت العلامه محمد شفیع (رحمه الله تعالی) داسي بیان کړې ده:
د هجري سنې دوهمه پېړی پر ختمېدو ده، د نبوت ځلانده لمر لوېدلو څخه ډېر وخت نه دی تېر سوی، په خلګو کې د امانت،دیانت،دین داری او تقوی عنصر غالب دی.
د اسلام نېکبخته زلمیان چې د دوئ پر لاسونو اسلام پرمختګ کوي،څه په خدمت بوخت او یو څه تر روزني لاندي دي ددین د مبارکو امامانو زمانه ده، هر ښار د اسلام په معززو عالمانو،متقیانو او صالحو خلګو ودان بريښي،په ځانګړې توګه (مدینة الاسلام) بغداد چي د مسلمانانو پایتخت دی په خپل ظاهري او باطني ښېګڼو سره آباد او ګل وګلزار دی.
یوې خواته که د بغداد په زړه پوري ودانۍ او پکښي بهېدونکي سیندونه زړونه جلبوي نو بلوري ته د عالمانو او صالحانو مجلسونه، د درس او تدریس حلقې د ذکر الله او تلاوت په زړۀ پوري آوازونه د الله تعالی د صالحو بندګانو د زړونو د ډاډ لپاره بشپړه ذخیره ده.
د فقهاءُ،محدثینو،عابدانو او زاهدانو یوه عجیبه او غریبه ټولنه ده په دې مبارکه ټولنه کښي یو بزرګ د ابو عبد الله اندلسي په نامه شهرت لري چې د عراق د ډيرو مسلمانانو پِيرْ او مرشد استاد او محدث دی.
د ده د مریدانو شمېر ۱۲۰۰۰ دولس زرو ته رسيږي چې د ده د عبرت نه ډکه واقعه اوس و ګرانو لوستونکو ته ډالی کوو.
دغه بزرګ پرته له دې نه چې زاهد،عابد او عارف بالله دی د حدیث او تفسیر هم یو جلیل القدر امام دی.
ویل کیږي چې دېرش زره (۳۰۰۰۰) حدیثونه یې حفظ وه او د قرآن پاک تلاوت به یې په ټولو روایتونو کولای سو.
یو ځل یې د سفر اراده وکړه د شاګردانو او مریدانو له جماعت نه ډېر خلګ ورسره وه چي په دې ډله کي حضرت جنید بغدادي او حضرت شبلي رحمهم الله هم وه د حضرت شبلي وینا ده: چي زموږ قافله د الله تعالی په فضل او کرم سره ډېره په امن او اطمنان سره د یوه منزل څخه وبل منزل ته د هدف ولوري ته وړاندي درومل،دا وو چي د عیسایانو د یوه کلي سره تېرېدو،وخت د لمانځه وو خو دلته اوبه نه وې،وکلي ته دننه ورغلو او پکښي وګرځېدو،دغه مهال موږ و یو څو مندرانو او کلیساوو ته ورسېدو چي پکښي د لمر پرستو یهودانو او صلیب پرستو عیسایانو د راهبانو او پادریانو ټولنه وه،
بعضو د لمر عبادت کوئ،چا بیا د اور پرست کوئ او بعضو بیا صلیب د خپلو حاجاتو قبله ګرځولې وه...
کله چي مو دغه کیفیت ولیدی نو په تعجب کي سوو،او د هغوی په کم عقلی او ګمراهي باندي مو حيرت وکړ، مخي ته ولاړو د ډېرو ګرځېدو وروسته و یو څا ته ورسېدو چې هلته څو پېغلانو ښځو و خلګو ته اوبه ورکولې ناڅاپه د عراق د مرشد او شیخ ابو عبد الله اندلسي ويوې پيغلي انجلۍ ته وکتل چي الله تعالی ډېر ښایست او جمال ورکړی وو او تر ټولو همزولو ښه وه په ښو جامو او زېور سره جوړه وه، د شیخ سترګي ورته لمبر سوې حالت يې وران او خراب سو، مخ يې بل ډول سو د طبيعت په دې وران حالت کي " شيخ " ددې و ملګرو ( زنانو ته وويل دا د چا لور ده؟
انجونو وویل: دا ددې کلي د سردار لور ده.
شیخ وویل: نو پلار يې ولي داسي خواره کړې چي اوبه په دې باندي راکاږی، د دې لپاره خادم نسي ټاکلای چي خدمت يې وکړي؟
انجونو وویل : ولی نه، خو ددې پلار ډېر هوښیار او پوه سړی دی.
د دې مطلب دادی چي انجلۍ د خپل پلار په دنيا، سامان، د بدبه او خادمانو باندي مغروره او کبرجنه نسي.
چي په دې سره به يې فطري اخلاق خراب سي او کله چي بيا د ودېدو او نکاح وروسته د خپل خاوند کورته ستنه سي نو د هغه په خدمت کښي کومه کوتاهي ونکړي.
د طریقت امام حضرت شبلي رحمه الله تعالی فرمایي: چي شيخ له دې وروسته سر ښکته وځړه وی او کښېنستی او بشپړ درې ( ۳ ) ورځي ورباندی تېري سوې چې نه څه خورك كوي او نه اوبه چېښي او نه د چا سره خبري کوي.
هو: كله چي د لمانځه وخت راسي نو لمونځ ادا کړي، د مریدانو او شاګردانو يو غټ شمېر ورسره دی، خو ټوله د سخت قبض او تنګی په حالت کښي دي هيڅ کوم تدبير نه ورته برېښي حضرت شبلي « رحمه الله فرمايي : کله چي مي دغه حالت وليدی نو دريمه ورځ ور وړاندي سوم او پوښتنه مي ځني وکړه ای شیخ ! ستا مریدان د دې همېشني سکوت نه په تعجب كي دي او ډېر غمجن دي څه خو راته ووايه چي داڅه حالت دی، څه پېښه شوې ده؟
شيخ: « وقوم ته متوجه سو )زما عزیزانو! زه به خپل حالت ستاسي څخه تر کومه پټه وم تيره ورځ مي چي کومه انجلۍ ليدلې ده د هغې محبت ( عشق ) دومره راباندي غالبه سوی چي زما پر ټولو اندامونو باندي د دې سلطه او قبضه ده اوس هیڅ امکان نه لري چې دغه ځمکه پرېږدم.
حضرت شبلي وویل: ای زموږ باداره ته د ټول عراق پیر او مرشد یې په علم او فضل، زهد ، او عبادت کښي نړيوال شهرت لرې ستا د مریدانو شمېر تر ۱۲۰۰ دولس زره زیاته دی د قرآن شریف روي مې درته نیولی دی موږ او دا ټوله مریدان مه رسوا کوه؟
شیخ وویل: زما عزیزانو زما او ستاسو نصیب الهي تقدیر سوی دی،زما څخه د ولایت جامې اخیستل سوي دي،او د هدایت نښانې راڅخه پورته سوي دي.
دې خبري ته چي راورسېدی په ژړا سو او ویې ویل ای زما قومه قضا او قدر نافذ سوی اوس،
کار زما له اختیاره وتلی دی.
حضرت امام شبلي رحمه الله فرمایي
چې موږ پر دغه عجیبه پېښه، ډېر په تعجب کي سوو او په ډېر تأسف سره مو وژړل،شیخ هم زموږ سره ژړل تر دې چي مځکه د اوښکو
نه جوړ سېلاب څخه لنده سوه،له دې وروسته موږ مجبور سوو خپل وطن بغداد ته ستانه سوو.
خلګو چې زموږ د ورتګ خبر واورېدی.
نور بیا...